سیمه ییز خبرونه
په كابل ښار كې بيا د خوراكي توكو بيې لوړې شوې
په افغانستان كې تل د هوا په سړيدو د سون او خوراكي توكو بيې لوړيږي، كه څه هم تر اوسه ژمى ته څو شپې و ورځې پاتې دي.
يو شمېر كابل ښاريان وايي:
د لومړنيو توكو بيې ورځ تر بلې لوړيږي؛ خو هيڅ ارگان نشته، چې دا كار وڅاري او په اړه يې پاملرنه وكړي.
د كابل ښار هټيوال د خوراكي توكو د بيو د لوړوالي لامل د بهرنيو اسعارو د بيې لوړيدل گڼي.
دوى وايي، توكي په لوړه بيه رانيسي؛ نو، ځكه بيې لوړې شوې دي.
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيد الله غازي خېل هم دا ستونزه مني او وايي:
ټول توكي له بهره وارديږي، چې د بهرنيو اسعارو د بيو لوړيدل پرې مستقيم اغېز كوي او له بلې خوا د هوا په سړيدو په ځينو هېوادونو كې د لارو بندوالى او نورې ترانسپورتي ستونزې هم د بيو پر لوړوالي اغېزه لري .
په افغانستان كې خوراكي توكي په داسي حال كي لوړيږي، چي له يوي خوا ژمي را په نيږدي كيدو او له بلي خوا خلك له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان كې هركال د ژمي په را رسيدو خلك اړكيږي، چې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له كبله د خپلو اولادونو د پلورلو هوډ هم وكړي.
