سیمه ییز خبرونه
په كابل ښار كې دوه كسه وسلوال غله ونيول شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د كابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې قوماندان سمونوال ويس الله وايي، چې:
وړمه شپه(د كب ۲۷) له يوې تومانچې سره د دې حوزې په اړوند سيمه كې دوه كسه وسلوال غله نيول شوي دي.
نوموړى زياتوي:
دغو كسانو د معاملاتو د لارښوونې له يوه دفتر څخه درې سوه زره افغانۍ په زور وړې وې او د وسله والو غلو له نورو ډلو سره يې هم تړاو لري، چې له څېړنو وروسته به روښانه شي.
د درېيمي حوزي د قومندان په وينا، دغلو په وړاندې فعاليتونو زيات شوي او چاته به اجازه ورنه كړشي، چي دعامو خلكو ژوند ته ستونزي جوړې كړي.
د يادوني وړده، چي پو ليسو غلا شوې پيسي بېرته اصلي مالك ته ورسپارلي دي.