سیمه ییز خبرونه

په كابل ښار كې د تهيه مسكن روزنتون د بيات بنياد له ژمنيو مرستو برخمن شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بيات بنياد مرستې، چې  د  ژمي له را رسيدو پيل شوي تر اوسه د پلازمېني په گډون د هېواد په څو ولايتونو كې وېشل شوي او د ژمې  تر پايه به دوام وكړي.

د كابل ښار په تهيۀ مسكن روزنتون كې داځل ژمنۍ مرستي د بياد بنياد د بنسټ ايښودونكي، د دغه بنسټ د كاركوونكيو، د كار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو د وزارت د معين او د تهيه مسكن  روزنتون د چارواكو په شتون كې ووېشل شوې.

په ټولنه كې هغه ماشومان د نورو په پرتله ډېر د مرستو او همكارۍ مستحق دي، چې د كورنۍ له سرپرستۍ بې برخې دي.

د بياد بنياد لوى مشر سناتور انجنير احسان الله بيات  او ورسره د بيات بنياد د پروژې اصلي چلوونكې فاطمه ليا بيات د دغو مرستو د وېش پر مهال په اوسنيو شرايطو كې له دغو بې سرپرسته ماشومانو سره مرستي اړينې وبللې او ژمنه يې وكړه، چې دا لړى به دوام وكړي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت معين واصل نور مومند له دغو بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته د هر افغان دنده وبلله او له ملي سوداگرو يې وغوښتل، چې له دوى سره مرستو ته  ور ودانگي.

د دغه روزنتون زده كوونكيو د بياد بنياد له خوا له دوى سره د شويو مرستو له كبله خوښي څرگنده كړه او له نورو مرستندويه بنسټونو څخه يې وغوښتل، چې له دوى سره دي ورته  مرستي وكړي.

بيات بنياد هر كال د هېواد په بېلابېلو برخو كې  له زرگونو ځوانانو  او ماشومانو سره د  خوراكي توكو، كاليو، وزرشي لباسونو، بوټونو او درسي توكو مرسته كوي.

د تهيه مسكن روزنتون يو له هغو بنسټونو څخه دى، چې هر كال په بېلابېلو مناسبتونو كې د بياد بيناد له خوا مرسته تر لاسه كوي.

Trending

Exit mobile version