تازه خبرونه
په كابل ښار كې د تورو ښيښو د ودرولو عمليات پيل شول
دغلته د عامه نظم او امن پوليس او نور امنيتي ځواكونه د هغو موټرو لټون كوي، چې تورې ښيښې لري.
دا عمليات د كابل ښار په ټولو سيمو كې په يوه وخت پيل شوي دي.
د عامه نظم او امن قوماندانۍ د ارکان رییس مل پاسوال سیداحمدعلي حسن زاده وايي، دا د امنیتي حالت د ښه کیدو او د مشکوکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې نيول شوي.
ښاغلى حسن زاده وايي، دا پرېكړه به پر ټولو يو شان تطبيق شي.
يو شمېر كابل ښاريان د پوليسو دا كړنه ستايي او وايي، چې دا نوي عمليات به په جدي توگه تطبيق شي.
د كورنيو چارو وزير د مشرانو جرگې په وروستۍ استجوابيه ناسته كې ويلي ول، چې زياتره ترهگريز بريدونه د تورو ښيښو له موټرو په كارولو تر سره كيږي.
هغه د كابل امنيه قومانداني چارواكو ته د كابل ښار د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره دوه اوونۍ وخت وټاكه.
ويل كيږي، چې دا عمليات به تر هغې وغزول شي، چې پوليسو امنيتي ډاډ نه وي تر لاسه كړى.