سیمه ییز خبرونه

په كابل ښار كې د دولتي او عادي موټرو پلټنې جدي شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كابل پر يو شمېر سيمو د وسله والو طالبانو وروستيو ډله ييزو بريدونو سره د كورنيو چارو وزارت په پلازمينه او ولايتونو كې د دولتي او عادي موټرو پلټنې جدي كړي دي، د دغه وزارت چارواكي وايي، دغه پلټنې به په دايمې ډول روانې وي او په ترڅ كې به يې په موټرو كې د تورو ښيښو شتون له مېنځه يوسي.

د كابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال داود امين وايي:

پوليس او يو شمېر نور امنيتي بنسټونه د كابل ښار سركونو ته راوتلي تر څو د موټرو تورې ښيښې له مېنځه يوسي، بې جوازه وسله وال كسان او بې پلېټه موټر وپلټي.

افغان ملي پوليس دنده لري هغه موټر وپلټي، چې د دوى په نظر شكمن ووسي، خو داسې ښكاري چې په يو شمېر برخو كې د دولتي موټر چلوونكي د پوليسو له دغه كار سره مخالفت لري او ان خبريالان نه پرېږدي، چې انځور واخلي.

په همدې حال كې پوليسو ته دنده وركړل شوې تر څو هغه كسان، چې د پوليسو له كار سره مخالفت ښكاره كوي لويې څارنوالۍ ته وروپېژني.

په ښارونو كې د پوليسو له خوا دا ډول مانورونه په كراتو كراتو تر سره شوې، خو گټوره پاېله يې نه ده درلودلې، خو ښكاره شي دا ځل د پوليسو اقدام، چې ډېر جدي گڼل كېږي تر كومه دوام كوي.

Trending

Exit mobile version