سیمه ییز خبرونه

په كابل ښار كې د سمسورتيا په موخه د ۱۰ تفريحي پاركونو كاربشپړ شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

كابل ښاروالي وايي، چې:

د كابل ښارد سمسورتيا په موخه به تر راتلونكو پېنځلس ورځو د كابل ښارپه بېلابېلو سيمو كې به د لس تفريحي پاركونو كاربشپړ شي.

د كابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رياست وايي، چې:

د ښاراو چاپېريال د ښكلا په موخه  د ونو او گلونو كينول خپل  مسووليت، خو د هغه په ساتلو كې د خلكو همكاري ضروري گڼي.

د سرسبزۍ رييس وايي:

ځينې كسان او په ځانگړي توگه په نشه يي توكو روږدي سمسورو سيمو، ونو او گلونو ته زيان رسوي.

د كابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رييسه نسرين صبري صالحي وايي، چې:

په ښاركې د ونو او گلونو كينول او سمسورتيا زموږ مسووليت دى او د پخوا په پرتله اوس په دې برخه كې ډېر كار شو دى.

كه څه هم ښاروالي هركال په كابل ښاركې ميليونونه نيالگي كينوي، خو ساتنې ته يې ډېره پاملرنه نه كيږي.

يوشمېركابل ښاريان هم د دغې ادارې په هڅو خوښي ښيي او وايي:

ښاروالۍ خپله دنده په ښه توگه سرته رسولې، خو يو شمېركسان له ښاري فرهنگ سره بلدتيا نه لري.

کابل ښار د ټول افغانستان په کچه یو گڼ میشتې ښار دى، چې اوس  په کې شاوخوا پېنځه میلیون كسان  ژوند کوي، خو پاركونه او تفريحي سيمې په كې د خلكو په پرتله لږ دي.

Trending

Exit mobile version