تازه خبرونه

په كابل ښار كې د كانديدانو پوسټرونه او تبليغاتي پاڼې خورې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

كابل ښاريان له كانديدانو غواړي، چې چاپېريال ساتنې ته په پاملرنه خپل پوسټرونه او تصويرنه په هغو ځايونو كې نصب كړي، چې له وړاندې ورته ځانگړي شوي دي.

د ولسمشرۍ د يوولس كانديدانو تر منځ د يكشنبې په ورځ(د سلواغې۱۳) ټاكنيزې مبارزې پيل شوې.

دوى د غونډو پر جوړولو سربېره په ښار كې د تبليغاتي پاڼو او پوسترونو د خورولو له لارې كوښښ پيل كړى، چې د خلكو پام خپلو پروگرامونو او تگلارو ته را واړوي.

كابل ښاريان د ټاكنيزو مبارزو پيل هڅوونكى بولي او زياتوي، چې كانديدان بايد هغه ژمنې وكړي، چې د عملي كولو توان يې ولري.

كابل ښاريان وايي، سياسي مسايل مهم دي او كانديدان يې بايد نه يوازې په اړه خپلې تگلارې روښانه كړي، بلكې د هيواد د اقتصادي ودې لپاره هم بايد روښانه تگلارې ولري.

Trending

Exit mobile version