سیمه ییز خبرونه

په كابل ښار كې نن سهار د ملي دفاع وزارت په كارمندانو ځانمرگى بريد وشو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل ښار كې نن سهار د ملي دفاع وزارت په كارمندانو ځانمرگي بريد  يو تن وواژه او لس نور يې ټپيان كړل.

دا بريد نن سهار په اوو بجو او   لسو دقيقو په شاوخوا كې د كابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند  د گولايي دواخانه په سيمه كې   شوى دى .

چارواكي وايي:

دغه ځانمرگي، چې خپل چاوديدونكي توكي يې د ځان پورې تړلي ول، د ملي دفاع وزارت د كارمندانو په موټر بريد كړى.

د كابل د درېيمې امنيتي حوزې جنايي مدير زرگل هلمندوال وايي:

په دې بريد كې يو تن وژل شوى او لس نورټپيان دي.

هغه زياتوي:

په ټپيانو كې د ملي دفاع وزارت شپږ كارمندان او څلور ملكي وگړي شامل دي.

د ۱۰۱ آسمايي زون قومانداني وايي، چې:

ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

ويل كيږي، چې سيمه د ترافيكو او خلكو په مخ تړل شوې ده.

Trending

Exit mobile version