سیمه ییز خبرونه

په كابل ښار كې ځانمرگي ۲۶ كسانو ته مرگ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كابل ښار د يكشنبې په سهار د يوه ځانمرگي بريد شاهد و. بريد د سهار په شاوخوا اووه بجې د اتمې ناحيې اړوند د كارته نو په درېيم سرك كې تر سره شو، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواك د منسوبينو د ليږد كاسټر يي په نښه كړ.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، په بريد كې څلور تنه وژل شوي، چې دوه يي پوځيان او دوه نور ملكيان دي.

د ده په وينا، په پېښه كې ۲۲ نور، چې اكثره يې ملكيان دي، ټپيان شوي.

د پېښې په ځاى كې عيني شاهدانو ويلي، بريد هغه مهال تر سره شو، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواك د كاركونكيو د ليږد موټر د درېيم سرك په تمځاى كې ودريد.

د كابل امنيه قومانداني مرستيال عبدالقيوم باقي زوى د پېښې په ځاى كې خبريالانو ته وويل:

بريد كوونكي غوښتل د هوايي ځواك د كاركوونكيو كاستر موتر ته دننه شي؛ خو مخه يې ونيول شوه او ځانته يې چاودنه وركړه.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه كې د ملي ځواكونو درې تنه او يو ملكي ښځه، چې په تمځي كې ولاړه وه ، وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

له دې بريد وړاندې تېره شپه د كابل ښار د خيرخانې مينې د نجارانو په سيمه كې يوې چاودنې دوه تنه ټپيان كړي ول.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چاودنه د هغه ماين له اړخه وه، چې د سړك په گلدان كې ځاى په ځاى شوي و.

Trending

Exit mobile version