سیمه ییز خبرونه

په كار ده، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون رهبري په هېڅ ډلې ټپلې پورې تړاو ونلري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ملګري ملتونه د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون په رهبرۍ كې د بدلون غوښتنه كوي. ملګري ملتونه وايي، افغان حكومت بايد د را روانو ولسمشريزو ټاكنو د شفافيت لپاره روښانه تګلارې خپلې كړي.

په داسې حال كې، چې د افغانستان د را روانو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د شفافيت او عموميت په اړوند د ملي او نړيوالو بنسټونو له خوا ټينګار مخ پر زياتېدو دى، ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان د راروانو ولسمشريزو ټاكنو په اړوند د خپلو ارزونو پايلې به تر راتلونكو دوو اوونيو پورې اعلام كړي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو استازى يان كوبيش وايي:

د ټاكنو د نوي قانون تصويب، د برېښنايي تذكرو وېش، او د شكايتونو د اورېدو لپاره د يوې خپلواكې ادارې جوړښت د را روانو ولسمشريزو ټاكنو له شفافيت سره مرسته كولاى شي.

نوموړی زیاتوی، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستي پرېكړه ليك كې د افغانستان د ټاكنو پر شفافيت او عموميت او د درغليو د مخنيوي لپاره د كړنلارو د جوړولو په اړوند ټينگار شوى دى. په همدې وخت كې يادونه شوې، چې ملي شورا بايد د خلكو او په ټاكنو كې د ښكېلو بنسټونو غوښتنو ته په پام د ټاكنو اړوند قوانين تصويب كړي.

يان كوبيش همدارنګه وايي، چې په كار ده د ټاكنو د خپلواك كميسيون په رهبرۍ كې هغه كسان وي، چې په هېڅ ډلې ټپلې پورې تړاو ونلري.

د ملګرو ملتونو استازي همدارنګه په ډاګه کړه، چې بايد ښه پوه شو، چې د بدلون وخت دى او دا په افرادو پورې تړلې خبره نده، خبره دا ده، چې څنګه كېږي دغه بهير ښه تر سره كړو. هيله مو ده، چې مقررۍ د مدني بنسټونو او سياسي ډلو د مشورو په بنسټ وشي تر څو داسې كس وټاكل شي، چې د ټاكنو د كميسيون خپلواكي تمثيل كړي.

هغه د ټاكنو د ترسره كېدو لپاره امنيت يو مهم عنصر بولي او له وسله والو طالبانو غواړي، چې د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

هغه وویل، وسله والو مخالفينو ته وايم، چې تاسو افغانان ياست او بايد د خپل هېواد د حالاتو په اړوند فكر وكړئ. هغه انګېزه، چې تاسو د جګړې دوام ته هڅوي له دوه زره څوارلسم كال وروسته له منځه ځي او نړيوال سرتېري له افغانستان څخه وځي.

ملګري ملتونه په داسې حال كې د افغانستان د راروانو ولسمشريزو ټاكنو د شفافيت پر عناصرو خبرې كوي، چې تر دې مخكې امريكايي چارواكو په ډاګه ويلي، چې په راروانو ټاكنو كې به له هېڅ يوه كانديد څخه ملاتړ ونه كړي.

Trending

Exit mobile version