سیمه ییز خبرونه

په كليو او ښارونو كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى موجود دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر په هېواد كې د ښځو په وړاندې پر تاوتريخوالي اندېښنه ښودلې او د دې پديدې په وړاندې يې د افغانانو پر گډې مبارزې ټينگار كړى دى.

ولسمشر په خپله اوونيزه راديويې وينا كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي كې دوامداره مبارزه او هڅې مهمې بللې او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو او عدلي او قضايي ارگانونو يې غوښتي چې په دې برخه كې ډير فعاليت وكړي.

په افغانستان كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى څه نوې خبره نه ده، ترټولو نوې پېښه يې په كابل او هرات كې د نامعلومو كسانو له خوا د دوه ښځو وژل كيدل دي.

افغانستان په هغو هېوادونو كې راځي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه په كې لوړه ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون په تېرو شپږ مياشتو كې د تېركال د همدې مودې په پرتله د ښځو په وړاندې د ۲۵ سلنې لوړوالي خبر وركړى دى.

دا يوازې هغه پېښې دي، چې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون په دفترونو كې ثبت شوې دي. په داسې حال كې، چې ډيري دا ډول پېښې نه ثبتيږي.

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پرلپسې پېښې د دې لامل شوې، چې ولسمشر يې هم اندېښمن كړى دى.

په افغانستان كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى په بېلابېلو بڼو موجود دى؛ په ټيټ عمر ودول، په بدو كې وركول، جنسي تېري، وهل و ډبول، د غړيو پرېكول او حتا وژل هم شامل دي.

نا امني، د قانوني حاكميت كمزورتيا او د دولتي بنسټونو له خوا د  ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د دوسيو نه څېړل په هېواد كې د تاوتريخوالي د ډېروالي لاملونه  بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version