سیمه ییز خبرونه

په كندز كې د امريكا پر لگښت امنيتي ډلگيو ته د سرتېرو نيول پيل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كندزكې د امنيتي گارډ( يا سي آى پي )  په نامه د نوې امنيتي ډلو لپاره د سرتېرو د جذبولو لړۍ پيل شوې ده.

محلي چارواكي وايي، چې:

دا ډلې به له پوليسو او محلي پوليسو بېله بڼه ولري، چې امريكايي ځواكونه به يې معاشونه او لگښتونه وركوي.

د كندز د پوليسو چارواكي وايي، چې :

پر دې سربېره تر اوسه ۹۰۰ نوركسان د محلي پوليسو په چوكاټ كې په څو ولسواليو كې گومارل شوي دي.

د كندزپه هوايي ډگركې د آيساف او پوليسو چارواكو په يوه خبري كنفرانس كې  د امنيتي گارډ يا سي آى پي په نامه د نوې قطعې د جوړولو خبر وركړ.

د كندوزپوليسو كوماندان وايي، چې:

تراوسه د دې ډلې لپاره په قلعه ذال ولسوالۍ كې افراد نيول شوي او په علي آباد ولسوالۍ كې د ۱۵۰ نورو كسانو د نومليكنې چارې دوام لري، چې ځينو كسانو يې معاشونه هم  ترلاسه كړي دي.

هغه وايي:

د محلي پوليسو د جوړولو پروسيجر اوږد و؛ نو په موقت ډول د سي آى پي په نامه د نويو ډلو څخه د امنيت په ټينگښت كې استفاده كيږي او امكان لري، چې دا تړون تر يوه كال وروسته هم وغځول شي .

كه څه هم تردې وړاندې اربكيانو او نظم عامه ساتونكي ځواكونو په ځينو سيمو او په ځانگړي توگه خان اباد كې امنيتي ستونزې جوړې كړې وې او ښايي دا نوې ډله هم ورته ستونزې جوړې كړي، خو د كندز د پوليسو قوماندان وايي چې سي آى پي په مستقيم ډول د پوليسو تر قوماندې لاندې ده او د افرادو د استخدام په وخت كې له محلي شورا څخه تضمين اخيستل شوى دى.
په كندزكې د آيساف ځواكونو كوماندان سايبراوتسكي وايي:
د سي آى پي نويو ځواكونو معاش د امريكا متحده ايالاتو له خوا وركول كيږي او تړون يې يو كلن دى.
د كندز د پوليسو كوماندان وايي:
په دې ولايت كې د امنيت د ټينگښت لپاره څه ننا څه څلور زره امنيتي ځواكونو ته اړتيا ده.  په داسې حال كې ،چې اوس په دې ولايت كې د ملي پوليسو شمېر څه باندې ۲۰۰۰ تنو ته رسيږي . په كندوزكې د پوليسو مسوولين وايي، چې:
په امام صا حب، دشت ارچي، قلعه ذال، علي اباد ، خان آباد او چاردره ولسواليو كې تراوسه ۹۰۰ محلي پوليس جوړ شوي او پوځي زده كړې وركړشوي، چې د دې ځواكونو شمېر بايد ۱۲۰۰ تنو ته ورسيږي .

په كندزكې دا ډلې؛ ځكه جوړيږي، چې د ولسمشرد ځانگړي فرمان له مخې گڼې خصوصي امنيتي كمپنۍ لغوه او بې وسلې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version