سیمه ییز خبرونه
په كندز كې وسلوالو كسانو څورالس كلنه نجلۍ په ډزو وژلې
پېښه د كندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د شهيدانو په بازار كې رامنځته شوې ده.
پوليس وايي، چې:
نجلۍ د تربگنيو قرباني شوې ده.
د كندز د ښځو چارو رياست پېښه په كلكو ټكو غندي او له دولت څخه غواړي، چې عاملين يې د قانون منگولو ته وسپارل شي.
د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وايي:
د كندز د امام صاحب ولسوالۍ د شهيدانو په بازار كې وسلوالو كسانو پرڅوارلس كلنې فاطمې د ټوپك ډزې وكړي او ويې وژله.
د كندزد امنيه كومندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي، چې:
فاطمه د ښوونځي زده كوونكې وه او هغه وخت پرې ډزې شوي، چې له پلار سره د كور پر لوري روانه وه. دا پېښه د شخصي تربگنيو له كبله را منځته شوې او په تور يې يو شكمن سړى نيول شوى دى.
د كندز د ښځو چارو رياست پېښه غندلې او عاملينو ته يې د قانوني چلند غوښتنه كړې ده.
له دې پېښې مخكې هم په كندز كې ديارلس ميرمنې په بېلا بېلو قضيو كې وژل شوي دي.