سیمه ییز خبرونه

په كندز كې ځانمرگي بريد مرگ و ژوبله رامنځته كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندز ولايت د قرلق د اړوند سيمې په يو جومات كې د يوې فاتحې پر مهال ځانمرگي برید د دشت ارچي د ولسوال شیخ صدرالدین په گډون دولس كسان وژلي او ۲۰ نور ټپيان دي.

امنيتي چارواكي وايي:

برید  نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې هغه مهال د دشت ارچي ولسوالۍ د قرلق په سیمه کې وشو، چې ولسوال جومات ته د ننوتو په حال كې و.

د کندز د امنيه قوماندانۍ امنيت امر سمونوال عبادالله د دې خبر د پخلي تر څنگ په ډاگه كړه، چې:

د لومړنيو معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين، د ولسوالۍ اداري مدير، د ولسوالۍ يو شمېر ساتونکي او د قرلق د سيمې يو شمېر سپين ږيري شامل دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې پېښې ټپيان ملکي وگړي دي او امکان لري، چې وروسته د تلفاتو شمېر لوړشي.

شیخ صدرالدین له تېرو نږدې پېنځه کلونو راهیسې د کندوز د دشت ارچي ولسوال و، چې وړاندې هم چاودنې او بریدونه پرې شوي ول. دى وزبک ټبرى و، چې د شمال ټلوالې په لیکو کې له طالبانو سره تر مرگه جنگېدلی دی.

تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې.

Trending

Exit mobile version