سیمه ییز خبرونه

په كندز ښار كې د موټر سايكلونو پرگرځيدو را گرځيدو بنديز لگيدلى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

شاوخوا يوه مياشت وړاندې په شمال ختيځه حوزه كې د تاكنو خپلواك كميسيون رييس د هغو وسلوالو له خوا ووژل شو، چې پر موټر سايكل سپاره ول.

درې ورځې مخكې پوليسو له چاوديدونكيو توكو ډك موټرسايكل ودراوه له يو ساعت وروسته  دا موټر سايكل په يوه امنيتي پوسته كې وچاوديد؛ خو پېښې تلفات نه درلودل.

د كندز امنيه قومندان عبدالخلیل اندرابي وايي، په كندز ښار كې د موټر سايكلونو پر گرځيدو را گرځيدو بنديز لگيدلى او همدې اقدام  د هدفي وژنو پېښې لږ كړي دي.

دى زياتوي، په ليرې پرتو او كليوالي سيمو كې زياتره هدفي وژنې له موټر سايكلونو څخه پر استفادې شوي او تر دې دمه پېنځه سوه موټر سايكلونه  درول شودي.

بل خوا ځينې كندز ښاريان د پوليسو پر دې اقدام خوښ نه ښكاري.

دوى وايي، پوليس بايد د شكمنو ترهگرو د پېژندنې لپاره د پلټنې عمليات پراخ كړي او د هغوى د پټيدو ځايونه دې كشف او له منڅه يوسي.

امنيتي مسوولين وايي، پر يو لړ احتياطي اقداماتو توانيدلي، چې وضعيت كنترول كړي.

دوى وايي، له كندز ښار څخه د نړيوالو ځواكونو له وتلو سره مخالفينو هڅه وكړه، چې د ناامنيو پېښې پراخې كړي؛ خو تر اوسه خپل هدف ته نه دي رسيدلي.

د نوموړي په وينا، افغان ځواكونو د پام وړ وده كړې او ښه تجهيز شوي او د وسلوالو پر خلاف چټك عمل كوي.

Trending

Exit mobile version