سیمه ییز خبرونه
په كندهاركې درې انسان تښتوونكې په بند محكوم شول
په كندهاركې د يو يوولس کلن هلک د تښتولو په تور درې تنه په ۱۵، ۱۵ كاله بند محكوم شول.
د کندهاراستناف محکمې د يوې علني محاكمې پرمهاال هغو درې تنو ته د پېنځلس کلونو بند فيصله واوروله، چي۶ مياشتې وړاندي يې يو يوولس کلن هلک د پيسو په بدل کې تښتولى و.
تورن کسان لگيدلي تورونه نه مني او وايي، چې بې گناه دي.
يوولس کلن ماشوم سميع الله د يكشنبې په ورځ(د لړم۲۸) د يوې علني محکمې پرمهال پرهغو درې تنو هر يو اجمل د عبدالستار زوى، حکمت الله د غلام محمد زوى او نورمحمد د اغامحمد پر زوى، چې د کندهارښار د نهمې ناحيې اوسيدونکي دي؛ شاهدي ورکړه، چي شپږ مياشتي وړاندي يې د ښار له نهمې ناحيې څخه شاوليکوټ ولسوالۍ ته د پيسو په بدل کي تښتولى و.
ياد ماشوم، چي دا مهال د څلورم ټولگي زده کوونکى دى وايې، چې:
يادو کسانو د يو چا د کور د پوښتنې په پلمه موټرکې سپور او په زوره يې بيهوشۍ کړم، چې وروسته بيا د ځايي پوليسو د پلټنې په پايله کي خوشې شوم.
د يوولس کلن ماشوم سميع الله وکيل او موظف څارنوال عبدالاحد له استناف محکمې څخه يادو درې کسانو ته د سختي جزا غوښتنه وکړه.
بلخوا يادو درې کسانو هم قضايي پلاوي ته خپل ټول بيانات وړاندي کړل او تورونه بې له کومه شواهده وبلل، خو د دغو ټولو بياناتو په اوريدلو او د ثبوتونو په نظر کې له نيولو سره د مؤظف څارنوال او وکيل په وړاندې د استناف محکمې رييس هر يوه ته پېنځلس، پنځلس کاله د بند سزا واوروله.
د يادوني وړده، چي تورن کسان يوه بله محکمه هم په مخکي لري او له هغې وروسته به يې وروستۍ پرېكړه کيږي، چي سمدستي به د پلي کيدو وړوي او مجرمين به د خپلو گناهونو په سزا ورسيږي.