1393ټاكنې
په كندهار كې به د ټاكنو ټول ۲۴۴ رای مركزونه خلاص وي
كندهار يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې خلكو يې د ټاكنو په ورځ د رايې وركونې د مركزونو په اړه اندېښنې درلودې؛ خو اوس د دې ولايت د ټاكنو خپلواك كميسيون د سيمه ييز دفتر چارواكي خلكو ته ډاډ وركوي، چې د ټاكنو په ورځ به ټول مركزونه خلكو ته پرانستې وي.
په كندهار كې د ټاكنو د سيمه ييز دفتر مشر انجنير عبدالهادي داوري وايي:
امنيتي ځواكونو دوى ته ډاډ وركړى، چې د ټاكنو په ورځ به د كندهار ټول دوه سوه څلورڅلوېښت مركزونه د خلكو پرمخ پرانستي وي او هېڅ ډول امنيتي گواښ به شتون ونلري.
يوازنۍ ستونزه، چې دا مها ل هم په ځاى پاتې ده؛ هغه داده، چې په كندهار كې شاوخوا يو ميليون و درې سوه زره تنو راى كارتونه تر لاسه كړي دي.
په كندهار كې دټاكنو د سيميز دفتر مشر وايي:
په دې ولايت كې يوازې د شپږ سوه زره تنو راى وكوونكيو لپاره چمتو والى لرو.
په داسې حا ل كې چې مخكې هم د كندهار خلكو او چارواكو د دې ستونزو د حل غوښتنه كړې وه؛ خو دا ستونزه تردې مهاله په خپل ځاى پاتې او هيڅ پاملرنه ورته نده شوې.