تازه خبرونه
په كندهار كې خبريالانو له دولتي چارواكو كاري غوښتنه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په كندهار كې د پريس كلپ مشر سيد سرور اماني وايي:
په كندهار كې د مېشتو خبريالانو او دولتي وياندويانو ترمنځ په مياشتنۍ غونډه كې خبريالانو پر دولتي چارواكو غږ وكړ، چې په دولتي ادارو كې د اداري فساد د مخنيوي لپاره خبريالانو ته د څېړنيزو رپوټونو د جوړولو زمينه برابره كړي.
د كندهار د اطلاعاتو او فرهنگ رييس او د والي وياند دوا خان مينه پال وايي:
د ادري فساد په وړاندې مبارزه كې د خبريالانو ونډه ارزښتناكه ده.
د يوناما يا د ملگرو ملتونو د سياسي څانگې ويانده نيلاب مبارز په كندهار كې د خبريالانو او دولتي ادارو تر منځ اړيكه وستايله.
د يادونې وړ ده، چې په كندهار كې ميشت خبريالان په ځينو مواردو كې پخپل وخت معلوماتو ته لاسرسى نه شي پيدا كولى؛ خو د مطبوعاتو د جرگه گۍ له خوا دا ستونزه اوس تر يوه بريده حل شوې ده.