سیمه ییز خبرونه
په كندهار كې خلكو د ولسمشرۍ د نوماند ډاكتر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان كړ
په كندهار كې زرګونو خلكو د يوې غونډې په ترڅ كې د ولسمشرۍ د نوماند ډاكتر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان كړ. په دې غونډه كې ښاغلي زلمي رسول او د ده دواړو مرستيالانو هم گډون كړى وو او له خلكو يې وغوښتل تر څو ده ته رايه وركړي.
په دې غونډه كې، چې د كندهار ولايت له بېلابېلو ولسواليو او قومونو څخه پكښې زرو تنو گډون كړى و، وېنا والو زلمى رسول د ولسشمرۍ له پاره يو وړ شخص وباله.
په همدې وخت كې د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول په كندهار كې ناامني په ټول هېواد كې د نا امنۍ په معنا ګڼي او له خلكو غواړي، چې د خپل راتلونكي په برخه كې بې توپيره پاتی نشي.
په همدې وخت كې د زلمي رسول لومړى مرستيال احمد ضيا مسعود له خلكو وغوښتل، چې هېڅ چاته اجازه ورنكړي تر څو د دوى ملي هويت او فرهنگي اوسياسي ارزښتونه زيانمن كړي، هغه له خلكو وغوښتل، چې په راتلونكو ټاكنو كې پراخ ګډون وكړي.
دا په كندهار كې له هغه وروسته، چې د ولسمشرۍ ټاكنو نوماند عبدالقيوم كرزى يې په ګټه له نوماندۍ تېر شوى دا لومړى غونډه ده، چې د مركز او ولسواليو ګڼو كسانو په كې ګډون كړى و.