تازه خبرونه
په كندهار كې درې وسله والو طالبانو ته مرگ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په كندهار كې د يوې چاودنې په پايله كې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د كندهار د امنيه كوماندانۍ سرپرست جنرال عبدالرزاق وايي:
دغه پېښه نن سهار8:30 د كندهار ښار د پېنځمې ناحيې په يوه كوركې رامنځته شوې ، چې په كې پېنځه تنه ماين جوړوونكيو طالبانوته مرگ و ژوبه اوښتې ده.
د نوموړي په وينا:
دغه چاودنه د بختيار كلا د كوچيانو په كوركې رامنځته شوې ده.
د طالبانو تر دې دمه پر پېښه څه نه دي ويلي.