سیمه ییز خبرونه
په كندهار كې د بيا رغاونې كارونو ته پاملرنه ټكنۍ ده
د كندهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي پر ولايتي چارواكو نيوكه كوي.
د كندهار ولايتي شورا غړى حاجي آغا لالى دستگيري وايي، چې د بيا رغاونې او رغاونې ولاړ حالت ته لاس تر زنې ناست يو.
د نوموړي په وينا، چارواكي د خلكو د ستونزو په حل كې پاتې راغلي دي.
د كندهار والي توريالى ويسا مني، چې د بيا رغاونې كارونه پڅ شوي؛ خو ستونزه وزيرانو شورا پراخه كړې، ځكه د بهرنيانو له خوا د مرستو پر كميدو مركزي دولت هم كندهار ته پاملرنه لږ كړې ده.
د كندهار د خلكو له خوا له سيمه ييزو چارواكو څخه له شكايتونو وروسته ولسمشر يو پلاوى وگماره، چې موضوع وڅېړي.
د ولسمشر له خوا د كندهار د خلكو د شكايتونو د څېړلو د پلاوي غړى اورنگ زيب وايي، د خلكو ستونزې به د سيمه ييزو ارگانونو د ادارې له خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي.
ويل كيږي، چې په كندهار كې ميليونونه دالر د ځينو سكتوري ادارو پر څانگو ولگېدې، خو اوس هم د كندهار ښار په گاونډ كې داسې ولسوالۍ شته، چې اداري څانگې نه لري.
د دې سيمو خلك كه په دولتي ادارو كې كوم كار ولري، بايد كندهار ښار ته راشي او خپله ستونزه حل كړي.