پرمختګ او بشپړتیا

په كندهار كې د دهله بند رغولو ته ۲۷۰ ميليون دالر ځانگړي شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دهله د اوبوبند په كندهار كې ډېرې ځمكې خړوبولې؛ خو اوس د دې بند اوبه د ځمكو په پرتله كافي نه دي.

د انرژۍ او اوبو وزير له دغه بند څخه د ليدنې پرمهال وويل، چې د دې بند د اوبو ظرفيت بايد لوړ شي او د دې ملي پروژې په پلي كيدو كې بايد خلك همكاري وكړي.

د انرژۍ او اوبو وزير محمدعارف نورزى وايي، اوس بند پنځوس متره لوړوالى لري.

ښاغلى نورزى وايي، د اوبو د ساتنې او ظرفيت د لوړولو لپاره به د بند څنډې اته متره لوړې شي.

د نوموړي په وينا، دې كار ته ۲۷۰ ميليون دالر ځانگړي شوي دي.

دكندهار والي توريالى ويسا هم د دهله بند رغونه د كندهار د كرنې په برخه كې ډېره گټوره گڼي او وايي، چې په بشپړيدو به يې په دغه ولايت كې د برښنا د نشتوالي ستونزه هم حل شي.

د انرژۍ وزارت د چارواكو په وينا د دهله د اوبو بند به له اته متره لوړيدو سره په كندهار كې ۳۱۴۹۷ جريبه ځمكه خړوبه كړي.

Trending

Exit mobile version