1393ټاكنې

په كندهار كې د ټاكنيزو هڅو بهير پيكه روان دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د ټاكنيزو مبارزو له پيل څخه درې ورځې تيريږي؛ خو په كندهار كې د نورو ولايتونو په پرتله تراوسه دا بهير پيكه روان دى.

كندهار ولايت د تېرو څو كلونو په پرتله د امنيت له مخې ښه شوى؛ خو د ولسمشرۍ د نوماندانو ټاكنيزې منډې او هڅې په كې لږ ترسترگو كيږي.

د كندهار يو شمېر اوسيدونكي له نوماندانو غوښتنه كوي، چې:

نوماندان دې خلكو ته خپلې تگلارې روښانه كړي، چې وكولى شو د پام وړ نوماند په كې ومومو.

د ټاكنيزو مبارزو د پيل له ورځې را پديخوا يوازې  يوازې  د گل آغا شېرزي، اشرف غني احمدزي او عبدالرب رسول سياف خپلې تبليغاتي پاڼې او پوسټرونه په ښاركې ځوړند كړي؛ خو د غونډو څرك تر دې مهاله نه ليدل كيږي.

د كندهار امنيتي چارواكو ټينگار كړى، چې د دا ډول غونډو او مراسمو جوړولو د امنيت ټينگښت ته بشپړ چمتو والى لرو.

د يادونې وړ ده، چې د كمپاين په څلورمه ورځ يوازې د څو نوماندانو پوسترونه او تبليغاتي پاڼې ځړول شوې دي.

Trending

Exit mobile version