تکنالوزی
په كندهار كې ناقانونه مخابراتي دستگاه كشف و تر لاسه شوه
د کندهارامنيتي ځواکونو او مخابراتو رياست پرگډو هڅو د سيم بکس يوه دستگاه، چې په غير قانوني توگه يې فعاليت کاوه کشف او ترلاسه شوې.
د مخابراتو رياست چارواکی وايي:
دا دستگاه کولی شي بهرنۍ شمېرې کورنيو شمېروته واړوي او په دې توگه په هېواد کې دننه د ټولو فعاله مخابراتي شبکو عايد خپلو شخصي جبونو ته واچوي .
د ډېرې مودې راپديخوا په کندهارکې امنيتي ځواکونو او د دی ولايت د مخابراتو رياست ته د يوې غير قانوني سيم بکس دستگاه د نصب او د قانون خلاف فعاله کيدو رپوټ رسيدلی و، چې د جمعې په ورځ دا دستگاه د کندهار د شوراندام کوتل په سيمه کې صنعتي پارکونو ته څېرمه په يوه سرای کې د امنيه كوماندانۍ او ملي امنيت د رياست ځواکونو او مخابراتو رياست پرگډو هڅو کشف او ترلاسه شوه.
د امنيتي چارواکو په وينا:
له دې دستگاه سره څلور تنه د تړاو پرتورهم نيول شوي، خو دا څرگنده شوې نه ده، چې كورني دي او كه بهرني.
د کندهار د مخابراتو رييس وايی:
د سيم بکس د دستگاه له لارې کيدی شي د مخابراتي شرکتونو عايدات د غلا په ډول شخصي جبونو ته ولويږي او همدا راز په هېواد کې دننه او بهر ټيليفوني خبرې ثبت او کشف شي.
د سيم بکس له کشف شوې دستگاه سره په تړاو نيول شوي څلورکسا ن امنيتي ځواکونو ته وسپارل شول، چې تر پلټنو وروسته د دغه ناوړه عمل د ترسره کوونکيو په اړه لا زيات معلومات ترلاسه شي .
د يادونې وړ ده ، چې تېره اوونۍ په كابل و بغلان كې ورته سيم بكسې نيول شوي، چې ورسره په تړاو ايرانيان او پاكستانيان تورن گڼل شوي، خو ايرانيانو تېښته كړې ده.