سیمه ییز خبرونه

په كندهار ولايت كې ماين چاودنې ۲۲ ملكي وگړيو ته مرگ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كندهار ولايت كې نن غرمه(۱۲:۳۰) يوې بمي چاودنې لس ملكي وگړي ووژل او دولس نوريې  ټپيان كړل.

د كندهار ولايت امنيه قوماندان عبدالرزاق د پېښې په تائيد وويل:

پېښه د كندهار ولايت د معروف او ارغستان ولسواليو ترمنځ هغه مهال رامنځته شوه ، چې د ملكي وگړيو يو فلاينكوچ د سرك غاړې له ماين چاودنې سره مخ شو.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو كې درې ښځې او څلور ماشومان  هم شته.

د قوماندان عبدالرزاق د څرگندونو له مخې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.

د يادونې وړ ده، چې د هوا په توديدو يو ځل بيا په دې ولايت كې د ناامنيو اندېښنې راپورته شوې دي.

Trending

Exit mobile version