سیمه ییز خبرونه
په كندهار ولايت كې ناامنيو بيا خلك اندېښمن كړل
د كندهار په يو شمېر ولسواليو كې يو ځل بيا د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونو خلك اړ كړي، چې له دولت څخه د سيميزو پوليسو د جوړيدو غوښتنه وكړي.
د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان د سيمې اوسيدونكيو له خپلو سيميزو مشرانو څخه غوښتي، چې په دې سيمه كې محلي پوليس وگوماري .
وسله والو مخالفينو له خلكو غوښتي، چې د دولت پر ضد فعاليتونو كې له دوى سره همكاري وكړي.
د سپېروان سيمه د پنجوايي ولسوالۍ ډېره برخه جوړوي، چې تېر كلونه د دولت د وسله والو مخالفينو لوى مركزونه په كې ول، خو د افغان او نړيوالو ځواكونو د گډو پوځي عملياتو په ترڅ كى دا سيمه د دولت له وسله والو مخالفينو پاكه شوه.
د تېرو كلونو د پوځي عملياتو ترخې خاطرې اوس هم د ټولو خلكو په زړونو كې دى او نه غواړي يو ځل بيا د دوى سيمې د جنگ او جگړو په ډگرونو بدلې شي.
د پنجوايي اوسيدونكي له دولت څخه غواړي، چې دوى ته په سيمه ييزو پوليسو كې د گډون زمينه مساعده كړي .
د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي وويل: د كندهار امنيه قوماندان او د كورنيو چارو وزارت له لوري د دې سيمې د اوسيدونكيو د ستونزو د حل په موخه د سيمه ييزو پوليسو تشكيل، چې مخكې درې سوه او پنځوس تنه ول اوس څلورسوه او پنځوس تنو ته پورته شوى .
د يادونې وړ ده، چې د تېرو كلونو د جنگ او جگړو ترخو شېبو ته په كتو د كندهار د هغو سيمو خلك، چې جگړو ځپلي نور له هرې ممكنې لارې د خپلې كورنۍ د ژغورنې هڅه كوي.