تازه خبرونه
په كندهار ښارکې دوه بريدگر ووژل شول او يو پوليس ټپي دى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د كندهارښارد پوليسو پریوې پوستې د وسلوالو په بريد كې يو پوليس ټپي شوى او دوه بريدگر وژل شوي دي.
د كندهار والي وياند صميم خپلواك وايي، چې نن د درې بجو په شاوخوا كې دوه وسلوالو د كندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې د خواجك بابا په سيمه كې پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو له خوا له لږ مقاومت وروسته دواړه ووژل شول.
هغه زیاتوي، په دې پېښه كې يو پوليس ټپي شوى دى.