تازه خبرونه
په كندهار ښار كې پرونى بريد نن د ۴ بريدگرو په وژلو پاى ته ورسول شو
د كندهار امنيتي چارواكي وايي، څلور بريدگر پرون د ټاكنو د گډوډولو په موخه د استوگنې په سيمه كې يوه بلاك ته وختل او له پوليسو سره په نښته كي ښكېل شول.
د كندهار د پوليسو قوماندانۍ د امنيت آمر پاسوا ل رحمت الله اطرافي وايي، چې په بريد كې ټول ټال څلور تنو برخه درلوده او نن غرمه په بشپړه توگه ترې د بريدگرو په وژلو سيمه پاكه شوه.
نوموړى زياتوي، تېره شپه له هغه وروسته د دغو كسانو پرضد عمليات پيل شول، چې هغه څليريشت كورنۍ له كورونو بلې سيمې ته وليږدول شوې، چې له خطر سره مخ وي.
د چارواكو په وينا، دوه بريدگرو چاودنې كړي او دوه نور د پوليسو له خوا وژل شوي دي.
نوموړى وايي سيمه د انجينري ټيمونو له خوا پلټل كيږي، چې خلكو ته زيان ونه رسيږي.
له دې وړاندې په كندهار كې د ملي اردو مسوولينو ويلي ول، چې په سويلي ولايتونو كې د ټاكنو په ورځ د وسله والو مخالفينو تر پنځوس پورې هڅې شنډې شوې دي.