سیمه ییز خبرونه

په كندوز كې بيات بنياد له اړو كورنيو سره ژمنۍ مرستې وكړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بيات بنياد لوى مشر انجينر احسان الله بيات سږ كال د خپلو مرستو د وېش لپاره بدخشان، كندز او بغلان ولايتونو ته سفر كړى او د دغه بنياد ژمنۍ مرستې يې پر يو شمېر اړو خلكو ووېشلې .

كندز هغه ولايت دى، چې طبيعي پېښو، وزگارتيا، بېوزلۍ، سخت ژمي او د ژمي په موسم كې بېلابېلې ناروغۍ هغه ستونزې دي، چې د دغه ولايت اوسيدونكي يې تل اندېښمن كړي دي.

د بيات بنياد لوى مشر سناتوراحسان الله بيات د مرستو د وېش پرمهال له اړو كورنيو سره ژمنه وكړه، چې د مرستو دا لړۍ به د هېواد نورو سيمو ته هم وغزوي.

د كندز يو شمېر اوسيدونكي هر ژمي د بيات بنياد له دې مرستو هركلى كوي او وايي، چې اوسنۍ مرستې يې هم  په ستونزمن وخت كې رارسيدلي دي.

بيات بنياد هركال په ژمي كې نه يوازې كندز ولايت ته  د سون او غذايي توكو مرستې ليږي ، بلكې په ټول هېواد كې د مرستو دې لړۍ ته دوام وركوي او زرگونه اړو، بېوزلو، بې ځايه شويو او د طبيعي پېښو له زيانمنو سره مرستې كوي.

د يادونې وړ ده، چې د دې مرستو موخه له بېوزلو او اړو كورنيو سره د مرستو د وېش دودول دي.

Trending

Exit mobile version