سیمه ییز خبرونه
په كندوز كې د پوليسو د روزنې مسووليت افغان امنيتي ځواكونو ته وسپارل شو
د كندوز د پوليسو د روزنې مركز، چې په ۲۰۰۴م كال كې د آلماني ځواكونو له خوا جوړ شوى و له لس كلونو وروسته يې د روزنې مسووليت له آلمانې او هالنډي ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته وسپارل شو.
د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې:
په تېرو څو كلونو كې د دغه مركز زرگونه افغان پوليس د آلماني روزونكيو له خوا روزل شوي او له دې وروسته به دغه دنده افغان روزونكي تر سره كوي.
د المان د كورنيو چارو وزارت مرستيال كلاوس ديتربريتشه وايي:
د المان له خوا د پوليسو د روزنې په جوړو شويو مركزونو كې رزگونه روزل شويو افغان پوليسو وښوده، چې كولى شي په ډېرو سختو شرايطو كې هم خپلې دندې په سمه توگه تر سره كړي .
ښاغلي ديتربريتشه زياته كړه، چې:
افغان امنيتي ځواكونو د امنيتي مسووليتونو د اخيستو ځواك پيدا كړى او په وروستيو كلونو كې يې په بېلابېلو برخو كې لازمې روزنې هم تر لاسه كړي دي. په بشپړ ډاډ ويلى شو، چې افغان حكومت د خپلو امنيتي ځواكونو د روزنې ملاتړ دى او له دې به زياته روزنه تر لاسه كړي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت تعليمې معين میرزا محمد یارمند وايي، چې افغان امنيتي ځواكونه به په ډېره ښه توگه له دغه مركز څخه ساتنه وكړي .
د كندوز د پوليسو د روزنې مركز پر جوړيدو اتلس اعشاريه دوه ميليون دالر لگښت شوى، چې پيسې يې د آلمان له خوا وركړ شوي دي. د دغه مركز د فعاليت له پيل څخه زرگونه پوليس په دغه مركز كې روزل شوي او يوازې له ۲۰۱۲م كال را پديخوا په ياد مركز كې ۲۶۰۰ تنو پوليسو ته روزنه وركړشوې ده .