سیمه ییز خبرونه
په كندوز كې ميشت الماني ځواكونه د بيا رغونې د پروژو پر امنيت اندېښمن شوي
په كندوز كې ميشت د پې ار تي يا د ولايتي بيا رغونې الماني چارواكي له ۲۰۱۴م كال وروسته د بيا رغونې د پروژو پر امنيت اندېښنه لري.
يو الماني چارواكى وايي، چې:
ډېر ژر به په كندوز كې د دوى پوځې اډه وتړل شي، خو په مزار شريف كې د دغه هېواد قونسلگري پرانستل شي.
بل خوا افغان چارواكي په دغه ولايت كې په المانانو پورې د اړوند بيارغونو پروژو د امنيت پر ساتلو ټينگار كوي.
د المان د ولايتي بيارغونې تيم ملكي چارواكي په كندوز كې د دغه هېواد د پوځې اډې له تړل كيدو وروسته د هغو پروژو د امنيت په باب اندېښنه ښيي، چې له دوى سره تړاو لري.
دوى د كندوز او تخار ولايت سيمه ييز چارواكي دغې پوځې اډې ته غوښتي، چې خپله اندېښنه ورسره شريكه كړي او د دغو پروژو د امنيت په باب ورسره خبرې وكړي.
د المان د بهرنيو چارو وزارت يو چارواكى وايي:
دوى د هغو پروژو چارې، چې بشپړولو ته يې ژمن دى د افغان دولت په لارښوونه د جى اى زيت او بي ام زيت د مرسته رسونكيو بسټونو له لارې تر سره كوي.
د المان د بهرنيو چارو وزارت استازى هیلموت فشر وويل:
مونږ له افغان دولت او دولتي ادارو څخه دا غوښتنه لرو، چې مونږ ته د كار زمينه برابره كړي او زمونږ د پروژو امنيت مسله دې جدي ونيسي، د امنيت په صورت كې به زمونږ همكاري هم دوام وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د كندوز او تخار سيمه ييز چارواكي د افغان دولت له لارې د پروژو پر دوام ټينگار كوي.
د تخار مرستيال والي محمد فريد ذكي وايي، چې:
د المان له خوا بيارغنيزو پروژو ته سخته اړتيا ده او په كندوز كې د المان د پوځي اډې له تړل كيدو وروسته به په دوى پورې د اړوند پروژو امنيت افغان ځواكونه ساتي.
نوموړى زياتوي، چې د اډې له تړل كيدو وروسته دې يادې پروژى د سيمه ييزو چارواكو په پوره همغږۍ تر سره شي.
المان هر كال د خپلو مرستو څلورنيم ميليون دالر د بيا رغونې پر پروژو لگوي، چې ډېرى دا پروژې د افغانستان شمالي ولايتونو ته ځانگړې شوې دي.
