سیمه ییز خبرونه
په كندوز كې يوه ښځه د سنگسار له حكمه وژغورل شوه
په كندوز ولايت كې پوليسو يوه ښځه د سنگسار له حكمه ژغورلې ده.
په كندوز كې امنيتي چارواكي وايي:
د حليمه نومې ښځې ميړه د طالبانو فعال غړى دى او هغه يې د نامشروع اړيكو په جرم طلاقه كړې وه.
حليمه درې ورځې د طالبانو په بند كې وه او ټاكل شوې وه، چې د خلكو په وړاندې سنگسار شي؛ خو د پوليسو په مداخله وژغورل شوه.
د كندوز ولايت د پوليسو وياند سيد سرور حسيني وايي:
حليمه اوس د كندوز له دشت ارچي څخه امن سيمې ته ليږدول شوې ده.
د كندوز دشت ارچې د دې ولايت يوه ناامنه سيمه ده.
د دشت ارچي په كليو كې طالبان فعال دي او خپل سيمه ييز تشكيلات لري.
امنيتي چارواكي وايي، چې د حليمې نومې ښځې د سنگسار له حكمه د سيمو خلكو خبركړو او پخپل وخت مو اجرات تر سره كړي دي.
حليمه ۳۵ كلنه ده، چې له ژغورنې وروسته لومړى د پوليسو قوماندانۍ ته ليږديدلې او بيا په دشت ارچې ولسوالې كې د كورنۍ غړيو ته سپارل شوې ده.
د بشري حقونو ژغورونكي بنسټونه په افغانستان كې له صحرايي محاكمو اندېښمن شوي او خلك د دغو پېښو لامل د امنيتي او عدلي بنسټونو كمزوري بولي.