سیمه ییز خبرونه

په كندوز ولايت كې د بيارغوني پروژې په ځنډ پلې كيږي- جگدلك

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كندوز والي د بيارغونې د پروژو پر ځنډني كيدو اندېښمن شوى او پر پلي كوونكيو شركتونو يې نيوكه كړې ده.

د كندوز والي محمد انور جگدلك وايي:

د كرنې، سرك جوړونې او اوبولگولو د بيارغونې د يو شمېر پروژو رغنيزكارونه، چې څو كاله وړاندې پيل شوي تر دې دمه يې كارونه بشپړ شوي نه دي.

د ښاغلي جگدلك په وينا، د څلور پلونو كار د اووه كلونو راپديخوا روان دى. د پېنځه حلقوي سړكونو او د گل تپه  سړك كار، چې بايد په ۲۰۱۲م كال كې پښپړ شوى واى تر اوسه يې ۵۰ سلنه كار پلى شوى دى.

دغه مقام پر ځينو وزارتونو نيوكه كوي او وايي، چې له دوى سره له همغږۍ پرته د پروژو تړونونه لاسليك كيږي.

دغه راز د كندوز ولايت يو شمېر اوسيدونكي هم د دغو پروژو د پلي كيدو پر بهير نيوكه كوي او وايي:

د رغنيزو پروژو پلي كوونكي شركتونه رغنيزو پروژو ته د ډاډ وړ پاملرنه نه لري.

د پلي كيدونكيو شركتونو چارواكي دغه څرگندونې نه مني او وايي:

د بوديجې لږوالى او امنيتي ستونزې هغه ستر خنډونه دي، چې د پروژو د پلي كولو په وړاندې پرتې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې د بې كيفيته كارونو په تر سره كولو تل يو شمېر پروژې د خلكو او چارواكو له نيوكو سره مخ شوې دي.

Trending

Exit mobile version