سیمه ییز خبرونه
په كندوز ولايت كې يو ۱۲ كلن ماشوم له سړي تښتوونكيو وژغورل شو
د كندوز ولايت پوليسو له دولس ساعتونو عملياتو وروسته د ښوونځي يو دولس كلن ماشوم د سړي تښتوونكيو د يوې ډلې له منگولو ژغورلى دى.
د دې ولايت د پوليسوقوماندان مصطفی محسنی وايي:
هغې سړي تښتوونكې ډله، چې په څلورم ځل يې په سړي تښتونې لاس پورې كړى و، تېره ورځ يې يو دولس كلن ماشوم د ښوونځي له لارې وتښتاوه؛ خو پوليسو د سيمې په پېژندنه خپل عمليات پيل كړل او له دولس گړيو عملياتو وروسته يې دغه دولس كلن هلك له سړي تښتوونكيو وژغوره.
نوموړى زياتوي، د كندوز ولايت د خان آباد ولسوالۍ په ده ويران سيمه كې پوليسو د تښتوونكيو پټنځاى د يوې نښتې په ترڅ كې وران كړ او درې تنه يې له دغې ډلې ونيول.
د تښتول شوي ماشوم پلار له سړي تښتوونكيو سره د ټينگې مبارزې غوښتونكى دى او له عدلي او قضايي اورگانونو د سختو مجازاتو غوښتنه كوي، چې نورې ډلې په دغه ناوړه كار لاس پورې نه كړي.
د كندوز ولايت د ښاري محكمې رييس مولوي شعيب وايي:
سړيتښتوونكيو ته له ۱۲ كلونو نيولې تر ۱۸ كلونو پورې سخت مجازات په نظر كې نيول شوي دي.
نوموړى زياتوي، د يوې بلې دې ته ورته ډلې يو تورن په ۱۸ كاله بند محكوم شوى دى.
هغه وايي، چې دماشومانو په وژنه تورن كسان په مرگ هم محكوميږي.
د كندوز ولايت د پوليسو په وينا، سږ كال سړي اښتوونكيو څو ځله د ماشومانو په تښتونه لاس پورې كړى؛ خو پوليسو يې هڅې شنډې كړي او ماشومان يې ترې ژغورلي دي.