سیمه ییز خبرونه
په كورنيو چارو وزارت كې د ولسمشر د حکم له مخې نوې ټاكنې وشوې
د رارسيدلې خبرپاڼې له مخې، محمد عمر داودزى د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١١مې فقرې له مخې د امنيتي چارو د ښه تنظيم په موخه د ولسمشرۍ رياست له خوا د کورنيو چارو وزارت د کانديد او سرپرست په توگه ټاکل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرگې په چنگاښ مياشت کې د کورنيو چارو له وزير ستر پاسوال مجتبى پتنگ څخه د باور رايه واخيسته او نوموړى يې بې صلاحيته کړ.
ولسمشر کرزي د ولسي جرگې دا پرېکړه ونه منله، موضوع يې سترې محکمې ته راجع کړه او پتنگ يې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست وزير په توگه معرفي کړ.
محمدعمر داودزى له دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان د سفير په توگه دنده اجرا کوله او د ولسمشرۍ د راتلونکيو ټاکنو لپاره احتمالي كانديد شمېرل کيده.
په ورته وخت کې د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال ايوب سالنگي د ولسمشر د يوه فرمان له مخې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال په توگه ټاکل شوى دى.
ټاكل شوې، چې د ولسي جرگې د دوبنيو رخصتيو له ترسره كيدو وروسته به د كورنيو چارو نوى سرپرست وزير د راى اخيستنې په مو خه دې جرگې ته وروپېژندل شي.
د يادونې وړ ده، چې د پاكستان سفارت او د كابل امنيه قوماندانۍ پوستونو ته تر دې نوي كسان ورپېژندل شوي نه دي.