سیمه ییز خبرونه

په كونړ كې امنيتي ځواكونه له ډاډمن چمتو والي برخمن دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كونړ چارواكي وايي:

د خپلو خلكو د ساتنې په موخه مو په دغه ولايت كې بشپړ چمتو والى نيولى دى.

د كونړ والي سيد فضل الله واحدي وايي، د پاكستان استخبارات غواړي په بېلابېلو بڼو په دې ولايت كې ناامني رامنځته او خلك ووېروي.

كه څه هم، چې د كونړ پر يو شمېر سيمو د پاكستان له خاورې د توغنديو بريدونه نوې خبره نه ده؛  خو د كونړ والي وايي، چې:

د لومړي ځل لپاره پاكستانيو ځواكونو منلې، چې دا توغندي د دوى له خوا توغول كيږي.

د كونړ والي سيد فضل الله وحيدي زياتوي، چې د دغه ولايت د دانگام ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران پاكستانيو پوځيانو گواښلي او ورته ويلي يې دي، چې د توغنديو بريدونه؛ ځكه كوي، چې له دې ځايه د خطر احساس كوي.

كونړ والي څرگنده كړې، چې د پاكستان استخبارات د خپلو پوځيانو او وسله والو طالبانو په وسله هڅه كوي، چې په دغه ولايت كې ناامني زياته او خپلې موخې ترلاسه كړي.

هغه وايي، د خپلو خلكو د ساتنې په موخه يې بشپړ چمتو والى نيولى او مخكې يې هم د پاكستاني پوځيانو هڅې شنډې كړې دي.

پاكستانيو ځواكونو له گوشتې مخكې د كونړ په نواپاس او بينشي سيمو كې  د پوځي تاسيساتو د جوړولو هوډ درلود، خو دا هڅې يې شنډې شوې.

دا په داسې حال كې ده، چې د بدخشان چارواكي هم  په شمال او شمال ختيځو ولايتونو او په ځانگړي توگه بدخشان ولايت پر ناامنه كيدو اندېښنه ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version