سیمه ییز خبرونه
په كونړ كې د كرومايتو له كان څخه په ناقانونه كيندنو كې سيمه ييز يوليس ښكېل شوي
په كابل كې د افغانستان د روڼتيا د څار ادارې د يكشنبې په ورځ(د لړم۱۹) د يوه رپوټ په خپرولو د كونړ ولايت سيمه ييز پوليس د كرومايتو له كان څخه په ناقانونه كيندنو تورن كړل.
د افغانستان د روڼتيا د څار ادارې د عامه اړيكو رييس جاويد نوراني وايي:
يو كال مخكې د امريكا د دفاع وزارت د سوداگرى او ټيكاو د عملياتو د ځواك په نوم يوې ځانگړې ډلې يوه ځايي قومندان ته د كان كيندلو ځينې وسايل وسپارل، چې له همدې وسايلو څخه په گټه اخيستنه سيمه ييزو پوليسو د كرومايتو له كان څخه ناقانونه كيندنې پيل كړې.
رپوټ كې ويل شوي، د خاص كونړ په ولسوالۍ كې دا مهال له دې كان څخه د ناقانونه كيندنو بهير بند شوى دى.
رپوټ كې پر دې اندېښنه ښودل شوې، چې د كونړ تر څنگ همدا اوس د افغانستان د نورو سيمو په كانونو كې ناقانونه كيندنې كيږي.
ښاغلى جاويد نوراني افغان حكومت ته وړانديز وكړ، چې:
دولت دې په هرو شپږ مياشتو كې ملي شورا ته د كانونو د كيندنو حساب كتاب وركړي، چې د ناقانونه كيندنو مخنيوى وشي.
د كانونو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د امريكا د ځمكپيژندنې ادارې څېړنې ښيي، چې افغانستان د يو تريليون دالرو په ارزښت طبيعي منابع يا تر خاورو لاندې سرچينې لري.