سیمه ییز خبرونه

په كونړ كې طالبانو دیارلس سرتېري وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ  د ملي اردو پر يوې پوستې د طالبانو په ډله ییز برید كې د ملي اردو ۱۳سرتېرو ته مرگ و ژوبله  اوښتې ده.

د افغانستان دفاع وزارت منلې، چې په کونړ کې د طالبانو په یوه ډله ییز برید کې د ملي اردو دیارلس سرتېري وژل شوي دي.

په  ختيځ زون کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډگروال نعمان هاتفي رسنيو ته ويلي، چې:

سيمې ته تازه دم ځواکونه رسيدلي، خو تر دې مهاله دواړو خواوو ته د مرگ و ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د ناړۍ امنیه قوماندان ویلي، چې پوستې ته نور پوځيان ور رسيدلي دي.

له بلې خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دې نښته کې ١٥ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

ويل كيږي  شاوخوا دوه سوه په وسلو سمبالو طالبانو پر دغې پوستې برید کړی، چې نژدې شل توغندي یې پر پوستې توغولي دي.

Trending

Exit mobile version