تازه خبرونه

په كونړ كې ځانمرګي ديارلس تنه ووژل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د كونړوالي وياند وايي، چې دا بريد نن له غرمې مخکې لس بجې د كونړ په مركز اسعد آباد كې د يوه ماركيټ مخې ته شوى دى.

د كونړوالي وياند عبدالغني مصمم زیاتوي؛ بريد د موترسايكل پر مټ تر سره شوى، چې ملكي خلكو ته یې مرګ و ژوبله اړولې؛ خو دقيق شمېر يې تراوسه نه دى روښانه.

يوه بله سرچينه وايي، چې په دې بريد كې ديارلس تنه وژل شوي او څلويښت نور ټپيان دي.

دا سرچينه زیاتوي، د بريد موخه په دانګام كې د پاڅونوالو مشر حاجي خانجان و.

خانجان  له تېرو څو کلونو راهیسې په دانګام كې د وسلوالو پرضد د پاڅونوالو مشري كوله.

Trending

Exit mobile version