نړۍ
په لاتينه امريکا کې د چين د څارنې یو بل شکمن بالون ولیدل شو- امريکا
پنتاګون د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ د امریکا په آسمان کې د چین له څارګر بالون له لیدلو یوه ورځ وروسته په لاتینه امریکا کې دوهیم چینایي څارګر بالون ولیدل شو.
په امریکا کې د تېرې ورځې د څارګر بالون د لیدو له کبله بیجینګ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن خپل بې ساری سفر لغو کړی و.
د فرانسې ځبري سرچینې څرګنده کړې؛ پنتاګون ویلي؛ لومړی بالون اوس د مرکزي امریکا ختیځ لوري ته روان دی، چې د خلکو د ژغورنې له کبله نه نسکوریږي.
د جمعې پر ورځ، د پنټاګون ویاند پت رایدر څرګنده کړې: مونږ داسې راپورونه لرو، چې یو بالون لاتینې امریکا ته روان دی.
هغه زیاته کړې: اوس مونږ ارزونه کوو، چې دا یو بل چینایي څارګر بالون دی؛ خو د ځای په اړه یې بشپړ څه نه دي ویلي.
بلنکن له یوه لوړ پوړي چینايي چارواکي وانګ یی سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي؛ د امریکا په فضايي حریم کې د دې څارګر بالون شتون د امریکا له ملي حاکمیت او نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او دا یو نامسوولانه عمل دی.
بلنکن وانګ ته څرګنده کړې؛ امریکا له چین سره دیپلوماتیکو اړیکو ته ژمن دی او زه اراده لرم، چې د فرصت په وخت کې له بیجینګ څخه لیدنه وکړم.
هغه زیاته کړه: لومړی ګام زمونږ له فضا څخه د څارنې توکي لرې کول دي. دا هغه څه دي، چې مونږ پرې تمرکز کوو.
د سينهوا آژانس د خبر له مخې؛ وانګ بلنکن ته وويل: چين يو مسوول هېواد دی او تل يې نړيوال قوانين په کلکه مراعت کړي دي.
هغه وايي، چې چین هیڅ بې بنسټه اټکل او شور ماشور نه مني او له دواړو خواو یې وغوښتل، چې له ناسمو قضاوتونو څخه ډډه وکړي او اختلافات اداره کړي.
