تازه خبرونه
په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله نږدې ۵۰۰ کسان وژل شوي
د لبنان روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په وژل شویو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ښځې شته او له ۱۶۰۰ ،ېر کسان ټپیان شوي دي.
د لبنان روغتیايی چارواکو ویلي؛ په لبنان کې د حزب الله پر ضد د اسرائیلو د هوايي بریدونو له کبله تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.
د لبنان روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په وژل شویو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ښځې شته او له ۱۶۰۰ ،ېر کسان ټپیان شوي دي.
اسرائیل وايي؛ په لبنان کې یې د حزب الله ۱۳۰۰ موخې بمبارد کړي دي.
دغه راز حزب الله د غچ اخیستنې په لړ کې د اسرائیلو پر جنوبي سیمو لسګونه توغندي توغولي دي.
د لبنان روغتیا وزیر ویلي، د هوايي بریدونو په پایله کې زرګونه کورنۍ کډه کولو ته اړې شوې دي.
د رپوټونو له مخې، په پلازمېنه بيروت کې د حزب الله پر يوه لوړ پوړي قومندان علي کراکي هم بريد شوی؛ خو ياد غورځنګ ويلي، نوموړی ژوندی دی او يوې خوندي سيمې ته تللی دی.
د امريکا او مصر په ګډون ګڼو هېوادونو د جګړې د پراخېدو د شونتيا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او پر دواړو غاړو يې ستونزې ته د يوه ډيپلوماټيک حل د موندلو غږ کړی دی.
د ۲۰۲۳ ز. کال د اوکټوبر پر اوومه د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا دا لومړی ځل دی، چې د لبنان او اسرائیلو په سرحد کې کړکېچ دومره پراخېږي.
ویل کیږي، چې د حزبالله وسلوال د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسرائیلو پر خاوره توغندي توغولي دي.
