نړۍ
په لبنان کې د اسرائیلو پر برید لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي ووژل شول
(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۴۰۲)
روغتیایي او امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځهویشتمه ) د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په وژل شویو کې دوه ښځې او پېنځه ماشومان هم شته دي.
اسرائیلي پوځ دغه برید د لبنان د حزب الله د راکټي برید په غبرګون کې، چې یو سرتېری یې وژل شوی و؛ ترسره کړی دی.
د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د حماس د برید له پیل راپدیخوا په سرحدي سیمو کې څو ځلې نښتې هم شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د اسرائیلو په برید کې د لبنان د حزب الله څلور وسلهوال هم وژل شوي دي.
د حزب الله چارواکو ویلي، چې د اسرائیلو برید به بې ځوابه پاتې نهشي.