مهم خبرونه
په لبنان کې یوې چاودنې ۱۲ فلسطیني کډوال ټپیان کړل
رویټرز خبري سرچینې په ډاګه کړې؛ د لبنان په جنوب کې د فلسطینی کډوالو یوه کمپ ته نږدې بمی چاودنې ۱۲ کسان ژوبل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ دغه بمي چاودنه تېره شپه د لیندۍ ۱۹ د لبنان د جنوبي ښار د صور ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ دغه چاودنه د فلسطیني وسلوالو د کمپ د وسلو په یوه زیرمه کې د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې ده.
د لبنان دولتي ټلویزیون زیاته کړې، چې په چاودنه کې څو تنه وژل شوي، خو سیمه ییزو لبناني رسنیو ویلي، چې په دې پېښه کې چاته مرګ و ژوبله نده اوښتې.
د فلسطین اطلاعاتو مرکز خبر ورکړی، چې چاودنه د کرونا ناروغانو لپاره د یو شمېر اکسیجن بالونونو د اور لګیدو له کبله رامنځته شوې ده.
د لبنان د الوطنیه خبري آژانس د راپور له مخې؛ امنیتي ځواکونو د چاودنې ځای تر امنیتي تدابیرو راندې نیولی او کمپ ته غزېدلې ټولې لارې یې تړلې دي.