سیمه ییز خبرونه

په لغمان کې شپږدېرش وسله والو مخالفینو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لغمان چارواکي وايي:

د دغه ولایت په الینگار ولسوالۍ کې پر شمشېر۳۳ نومو پیل شویو عملیاتو شپږدېرش وسله وال مخالفین له مرگ و ژوبلې سره مخ شوي.

دوی وايي:

په دې عملیاتو کې لسگونه کلي له وسله ولو مخالفینو پاک شوي او یو شمېر وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

بلخوا د وسله والو مخالفينو په یوه برید کې د لغمان د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان وژل شوی دی.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وايي:

څلور ورځې کیږي، چې د گډو امنیتي ځواکونو لخوا د لغمان په الینگار ولسوالۍ کې شمشېر۳۳ نومي چاڼیزعملیات پیل شوي دي.

نوموړی زياتوي:

تر اوسه په دغوعملیاتو کې د دوه مهمو طالب قوماندانانو او دوه ځانمرگو بریدگرو په گډون ۱۷ وسله وال مخالیفن وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د ځواک په وينا په عملیاتو کې یوه اندازه نشه یي توکي، وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نوموړی څرگندوي، چې:

په  دغو عملیاتو کې گډو امنیتي ځواکونو او ملکي وگړيو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والومخالفينو تر اوسه د دې عملیاتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

په لغمان کې د یوه بل خبر له مخې وسله والو طالبانو د عامه  نظم د پولیسو یو قوماندان وژلی .

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وايي:

په لغمان کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال موسی خان تېره شپه ناوخته د خپلې کرارگاه پر لوري روان و، چې د کابل- جلال آباد پر لويه لار د قرغيو ولسوالۍ د نارنج باغ په سيمه کې پرې وسله والو برید وکړ، چې په کې قوماندان موسی خان ووژل شو او د هغه دوه ساتونکي ټپيآن دي.

ځواک زياتوي:

له دې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په سیمه کې چاڼیز عملیات وکړل، چې په کې اوه تنه شکمن کسان نیول شوي او دمگړۍ د پولیسو تر پوښتنو لاندې دي.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى.

د یادونې وړده، چې د کابل ـ جلال آباد لویه لار د لغمان اړوند سیمو کې څه نا څه ناامنه شوې او ډېر کله  ترې د مرگ و ژوبلې رپوټونه ترلاسه کیږي.

Trending

Exit mobile version