تازه خبرونه
په لغمان کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي،دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه ملکيان وژل شوي دي.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وایي،چې پېښه نن سهار اووه نیمي بجې د عمر زیو اړوند وردګو کلي کې د اخند بابا زیارت سره رامنځته شوې ده.
تر اوسه هیڅ کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.