تازه خبرونه

په لغمان کې پر شاهي کانال د کار پيلولو غوښتنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۴, ۱۴۰۲)

د لغمان ولایت قومي مشرانو او اوسیدونکیو له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د شاهي کانال د جوړولو کار دې ژر تر ژره پیل شي.

د دغه کانال له بشپړیدو سره به زرګونه کرنیزې ځمکې خړوبه او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

د لغمان يوه اوسیدونکي ويلي: سیند یوازې یو سیند دی؛ ځکه اوس زمونږ لپاره ګټور نه‌ دی. که څه هم  سيند بهېږي، خو په دې ولسوالۍ کې وچکالي ده.

دغه کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا کانال به ۳۵ کیلومتره اوږدوالی ولري.

ځايي چارواكي هم له لوړ پوړیو دولتي چارواكو غواړي، چې دې كانال ته زياته پاملرنه وكړي او په دې ولايت كې نورې پروژې هم پلې كړي.

د الينګار ولسوالۍ مرستيال محمد نعيم حقاني ويلي: دا په ملي کچه يوه مهمه پروژه ده؛ دا هغه پروژه ده، چې سلګونه ځوانان به په کې کار وکړي او سلګونه جريبه دولتي ځمکه به خړوبه کړي.

د لغمان والي ويلي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د دې پروژې د جوړېدو منظوري ورکړې او ډېر ژر به يې عملي چارې پيل شي.

د لغمان والي ذین العابدین وایي: ملا برادر امر کړی، چې د شاهی کانال کار ژر تر ژره پیل کړو او خبره تر دې حده رارسېدلې، چې باید کار پرې پیل کړو.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي ویلي، چې په تېر حکومت کې د دغه کانال سروې شوې وه؛ خو د ناامنيو او ځينو نورو ستونزو له کبله يې عملي کار پيل شوى نه‌دی.

Trending

Exit mobile version