سوداگري
په لغمان کې پر کرکېله د ۳ میلیون دالرو پر ارزښت پانګونه کیږي
په لغمان ولایت کې د درې ميلیون دالرو پر ارزښت د زعفرانو د کرکېلې لپاره د ۱۵۰۰ جريبه شاړې ځمکه د ابادولو هڅې پیل شوې.
د لغمان والي قاري ذین العابدین وايي د قرغيو ولسوالۍ اړوند ځمکه درې قرادادي شرکتونو ته د کرنې ،مالدارۍ او باغدارۍ د فعاليتونو لپاره پر قرارداد ورکړ شوې ده.
د لغمان والي زیاته کړې له دې چارې څخه يې موخه د شاړو ځمکو آبادول او بې روزګارو وګړیو ته د کار زمينه برابرول دي.
د لغمان ولایت د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وايي د یادې دښتې له آبادېدو سره به لغمان د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په اړوند برخو کې نور هم پرمختګ وکړي.
د قراردادي شرکتونو استازیو له لغمان والي څخه منندوي دي، چې د دوی لپاره يې په دې ولايت کې د پانګې اچونې زمينه برابره کړه.
د دې شرکت مسوول محمد نذير احمدزي ويلي؛ پهدې ځمکه درې میلیون امریکايي دالر پانګونه کوي، چې په پېنځه میاشتو کې به يي چارې بشپړې شي.
د دې شرکت یو بل استازي عبدالباسط ويلي؛ هڅه کوي، چې يو شمېر نړیوال سوداګر هم په لغمان ولايت کې پانګه اچونې ته وهڅوي، چې دا ولايت د ځان بسیاینې لوري ته ډاډمن ګامونه واخلي.
د لغمان اوسیدونکي خوښ دي، چې د دوی په سیمه کې دغه ډول بنسټیزې پروژې پلي کیږي.
دوی وايي؛ د دغو پروژو له پلي کېدو سره نه یوازې شاړې دښتې آبادیږي، بلکې ترڅنګ یې سلګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم يو شمېر سوداګرو ته په لغمان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ځواکمنولو لپاره دولتي ځمکې پر اجاره ورکړ شوي، چې ورسره سم یاد سکتور په ټولو برخو کې پرمختګ کړی دی.
