تازه خبرونه

په لنډمهاله توګه د هند او افغانستان ترمنځ الوتنې بیا پیلیږي

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۹, ۱۳۹۹

هندوستان د الوتنې یوه داسې کرښه جوړه کړې، چې د هند او آریانا شرکت الوتکې به ترې د دواړو هېوادونو تر منځ لنډمهاله الوتنه ولري.

د هند د هوایی چلند وزارت ویلي، چې پر دغو الوتنو به یو لړ محدودیتونه هم ولګوي.

هغه هندیان او بهرنیان، چې د هند، افغانستان او نورو هېوادونو پاسپورتونه او هندي ویزې لري؛ د هندوستان د کورنیو چارو وزارت د سپارښتنې له مخې کولی شي هند ته الوت وکړي.

افغانان او بهرني اتباع، چې د افغانستان ویزې لري هم کولی شي له هند څخه افغانستان ته سفر وکړي.

دغه راز هندي اتباع، چې د افغانستان ویزې ولري هم هېواد ته سفر کولی شي.

د هند هوایي چلند ادارې ویلي: هوایي شرکتونه هم د ډاډ تر لاسه کولو مسوولیت لري او باید مخکې له دې، چې الوت پاڼې ووېشي؛ باید وپوهیږي، چې هندي اتباع د سفر او الوت اجازه لري.

د هند او افغانستان تر منځ د کرونا ویروس له خپریدا راپدیخوا نه یوازې عامې الوتنې، بلکې د هوا له لارې سوداګریز واردات او صادرات هم وځنډول شول. اوس له دغه الوت موخه داده، چې د سوداګرۍ دهلیزونه بېرته پرانستل شي.    

Trending

Exit mobile version