تازه خبرونه
په لنډ وخت کې به پخپله حکمتیار کابل ته راشي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
راپورونه وايي، چې ممکن په لنډ وخت کې د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.
که حکمتیار د سولې د موافقې له پاره کابل ته راشي؛ دا به په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د حکومت د سولې د هلوځلو لومړنۍ پایله وي.
کابل ته د حکمتیار د راتګ په صورت کې به نوموړی له ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې عالي شورا له مشر پیر سید احمد ګیلاني سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.
د سولې عالي شورا سرچینې تائیدوي، چې د حکمتیار له حزب اسلامي سره موافقه وروستۍ شوې او هیله ده، چې حکمتیار به پخپله د وروستۍ موافقې د لاسلیک له پاره کابل ته راشي.