سیمه ییز خبرونه

په لويه څارنوالۍ كې د شپږ نوماندانانو جرمي دوسيې د څېړلو په تمه پرتې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې  ټاكنيزو سياليو ته يوويشت ورځې پاته دي؛ خو د ولسمشرۍ د شپږ نوماندانانو د سرغړونې او جرمونو شپږ دوسيې په لويې څارنوالۍ كې د څيړلو په تمه پرتې دي.

ويل كيږي، چې په دغو شپږ دوسيو كې د ولسمشرۍ نوماندان د ځمكو په غصب هم تورن شوي دي؛ خو د ټاكنو خپلواك كميسيون او د ټاكنو د شكايتونو كميسيون د دوسيو د څېړلو د ځنډ له كبله هيڅ اندېښنه نه لري.

د ۱۳۹۳ل كال ټاكنو ته د گوتو په شمېر ورځې پاتې دي؛ خو تراوسه هم د دغه ټاكنو په وړاندې ستونزې په ځاى پرتي دي.

په داسې حال كې، چې د  ولسشمرۍ د نوماندانو د ټاكنيزو منډو تړلو پيل ته ۲۱ ورځې پاتې دي؛ خو تراوسه هم د ولسمشرۍ د شپږ نوماندانو شپږ جرمې دوسيې تراوسه هم  په لويه څارنوالۍ كې پرتې دي.

لويې څارنوالۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه كړې ده.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر محسني وايي، دا دوسيې لويې څارنوالې ته ليږل شوې دي.

كه څه هم دا كميسيون په دې اړه څه نه وايې؛ خو څرگنده شوې، چې دغه بنسټ په دې اړه كومه اندېښنه نه لري.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور هم په دې اړه كومه اندېښنه نه لري .

د ټاكنو د  خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون دا ډاډمنتيا په داسې حال كې ده، چې ډېر ځله د افغانستان مدني ټولنې د هغو نوماندانو په موجوديت اندېښنه ښودلې، چې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version